سیستان او بلوچستان کې د ایران د سپاه پاسداران څلور وسله‌وال غړي ووژل شول

د ایران د سپاه پاسداران نښان

د راپورونو له مخې، په یوه وسله‌واله نښته کې د ایران د سپاه پاسداران څلور وسله‌وال غړي د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې وژل شوي دي.

نښته د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش په بلوڅ مېشته سیمه کې شوې، خو د هغې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه‌شته.

ایراني رسنیو پرون/ شنبه د سپاه د ځمکني ځواک په قول د دغو څلورو وسله‌والو د وژل کېدو دلیل د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره نښته بللې چې دوی یې اشرار بولي.

خاش د سیستان او بلوچستان ولایت له مرکز زاهدانه ۱۸۵ کیلومتره لیرې جنوب خوا ته دی.