شاه محمود قریشي له چینايي مشرانو سره د 'افغانستان سولې' په اړه بحث کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښی) او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې پیکېنګ ته د سفر پر مهال به له چینايي مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه بحث وکړي.

شاه محمود قریشي پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، خوشحاله دی چې په چین کې دی او له خپل ورور د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره د ستراتېژیکو دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او امنیتي همکاریو، د افغانستان د سولې او پخلاینې او نورو مسایلو په اړه د بحث لپاره ګوري.

ښاغلي قریشي په یوه جلا ټویټ کې سوله او ثبات د افغانستان د ټولنیز اقتصاد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره مهم بللی او لیکلي یې دي، دی له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې اوربند وکړي او په ګډه کار وکړي څو هر اړخیز، ټول‌شموله او د خبرو له لارې سیاسي حل ته ورسېږي.

پاکستان ته چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی، د افغانستان سولې په بهیر کې د یوه مهم لوبغاړي په سترګه کتل کېږي. همداراز چین د افغانستان د سولې په مسئله کې ډېره لېوالتیا ښودلې.