د شبرغان ښار د جامع جومات خطیب په ډزو ووژل شو.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود ندیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، مفتي رفیعالله پرون شنبه ماښام مهال د څو وسلهوالو کسانو لهخوا چې په سیمرغ ډوله موټرو کې سپاره وو، په جومات کې دننه د کلاشنیکوف په ډزو ووژل شو.
ښاغلي ندیم زیاته کړه چې د دې قتل علت تر اوسه نهدی معلوم، خو د تحقیقاتو لپاره یوه ډله مؤظفه شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې بریدکوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي او د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نهدي نیول شوي.
د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو د ریاست چارواکي وايي چې د شبرغان ښار د مولانا جلالالدین مېنې د جامع جومات خطیب یو بېپرې سړی و او له چا سرهیې دښمني نهلرله.
مفتي رفیعالله په دې وروستیو کې په خپل مالي لګښت د نجونو او هلکانو لپاره یوه دیني مدرسه جوړه کړې وه.