د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د افغان ترجمانانو او نورو وګړو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده.
د CNN خبري شبکې په حواله، طالبانو د مې میاشتې پر ۱۲ مه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوه پخواني ترجمان سهیل پردیس سر پرې کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جولیانا پورټر پرون یوه ټیلیفوني کنفرانس ته وویل: "د ترجمانانو او نورو افغانانو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي او ظلمونو تازه راپورونه ښيي چې دغه ډله په عمل کې بشري ژوند او بشري حقونو ته چندان درناوی نه لري. موږ دا هدفي حملې، د اساسي پروژو ویجاړول او د افغانانو په وړاندې نورې حملې په کلکه غندو.»
په همدې حال کې د کاناډا حکومت ویلي، کاناډا ته د افغان ترجمانانو، د خپل سفارت د کار کوونکو او د هغوی د کورنیو غړو د انتقال بهیر ګړندی کوي.
کاناډا ویلي چې دغه افغانان ښايي د طالبانو د غچ اخیستنې د وژنو ښکار شي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، په وروستیو کلونو کې وسله والو طالبانو په لسګونو افغانان او د هغوی خپلوان چې په افغانستان کې یې نړیوالو ځواکونو ته کار کاوه، وژلي دي.