عراق کې د امریکا پر یوه پوځي اډې برید شوی، مرګ ژوبله نه لري

عراق کې د امریکا یوه پوځي اډه

په عراق کې د امریکا د متحدو ایالاتونو په رهبرۍ ائتلاف وايي، پر یوه پوځي اډه یې د بې پېلوټه الوتکې له خوا حمله شوې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

پرونۍ حمله داسې وخت شوې چې ټاکل شوې د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي را روانه دوشنبه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

راپورونه وايي، دواړه مشران به له عراقه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو پر موضوع هم خبرې وکړي.

د امریکا په رهبرۍ ائتلاف نن په یوه اعلامیه کې وویل، یوې بې پېلوټه الوتکې د ائتلاف پوځي اډه اغېزمنه کړې ده.

د عراق رسنۍ وايي، دا حمله د عراق د کُردستان د کورواکې سیمې د مرکز ایربیل په ۷۰ کیلومترۍ کې د الحریر په نوم پر پوځي اډه شوې ده.