د کاناډا حکومت ویلي، کاناډا ته د افغان ترجمانانو، د خپل سفارت د کار کوونکو او د هغوی د کورنیو غړو د انتقال بهیر ګړندی کوي.
کاناډا ویلي چې دغه افغانان ښايي د طالبانو د غچ اخیستنې د وژنو ښکار شي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر مارکو مینديسینو (Marco Mendicino) پرون جمعه وویل، د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د دوی ملاتړ یې کړی او په زرګونو کسان به پر شرایطو برابر وي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، په وروستیو کلونو کې وسله والو طالبانو په سلګونو افغانان او د هغوی خپلوان چې په افغانستان کې یې نړیوالو ځواکونو ته کار کاوه، وژلي دي.
د CNN خبري شبکې په حواله، طالبانو په مې میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوه ترجمان سر پرې کړی و.
خو طالبانو په جون میاشت کې ویلي وو، هغه افغانان چې پخوا یې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی، که پر خپلو پخوانیو کارونو پېښماني وښيي، له حملو به معاف شي.