دوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي چین ته ورسېدل

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په چین کې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتي ادارې مشر په دوه ورځني سفر چین ته ورسېدل.

شاه محمود قریشي او جنرال فیض حمید په داسې حال کې پرون چین ته ورسېدل چې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د یوې چاودنې د علت په اړه اسلام اباد او پیکنګ خپلو کې لانجه وکړه.

د جولای پر ۱۴مه په خېبر پښتونخوا کې د چین سرحد ته نږدې پر یوه بس موټر په چاودنه کې د نهو چینايي کارګرو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول. دوی د برښنا د یوه بند په بیارغونه کې کار کاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړه لوري به پر دفاعي او امنیتي همکارۍ، د ټرورېزم پر وړاندې پر مبارزه او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.

چین د پاکستان له نږدې سیمه ییزو متحدانو ګڼل کېږي، خو په پاکستان کې د چینايي کارګرو د امنیت په اړه په وروستیو کې اندېښنې زیاتې شوي دي.