د هرات والي وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه پر کرُخ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.
عبدالصبور قانع، نن رسنیو ته وویل، د بادغیس له خوا د طالبانو په پلان حمله کې دې ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده: "د نښتې په پایله کې د درېیو سرګروپانو په ګډون ۷۰ وسله وال طالبان مړه یا ټپیان دي. دوه هاموې، دوه رنجر او ۲۵ موټر سایکلونه یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي."
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرون سهار له وسله والو طالبانو د کرخ ولسوالۍ د مرکز د نیولو خبر ورکړی و.
په بل خبر کې د هرات محلي چارواکي ادعا کوي، پر سلما بند یې د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.
د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو پر دغه بند پراخه حمله پلان کړې وه، خو د دولتي ځواکونو په کمین کې دوه طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.