په کندز ولایت کې د نوي ارچي کانال د دوهمې برخې پروژې د عملي چارو ډېره برخه بشپړه شوې ده.
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، دا پروژه د اوبو د چارې د تنظیم د ملي ادارې له خوا د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د اوبو د مدیریت او کرنیزو ځمکو د پراختیا په موخه پلې کېږي.
نوموړي د دغې پروژې د مالي لګښت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په تطبیق سره به د یاد ولایت ۳۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.