دفاع وزارت د افغانستان په لسو ولایتونو کې د افغان دفاعي امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
د دفاع وزارت د ویاند فواد امان په وینا په دې عملیاتو کې چې پرون د جمعې په ورځ وشول ۱۵۲ وسله وال وژل شوي او له پنځوسو زیات نور ټپیان دي.
ښاغلي امان د دې عملیاتو پر مهال د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر هم ورکړ: "په دې عملیاتو کې د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ د طالبانو له ادارې څخه ازاده شوه او اوس دا ولسوالۍ په بشپړ ډول د افغان ځواکونو په ولکه کې ده."
په عین حال کې د هرات والي د کرخ ولسوالۍ له نیولو وروسته په یوه پیغام کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې دولتي ځواکونه به د هرات په نورو نیول شوېو سیمو کې به هم په طالبانو پسې ورشي.