د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ پرون جمعه(د زمري ۱مه) د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر د جګړې په دوام یوځل بیا په سرحد کې د خونړۍ نښتې راپور ورکړل شو.
د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې لومړی ارمني ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په کېلباجار سیمه کې ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې یو اذري سرتېری وژل شوی دی.
د ارمنستان پوځ په ځواب کې اذربایجاني ځواکونه ګرم بللي او ویلي یې دي چې د اذري ځواکونو په ډزو یې درې سرتېري ټپیان شوي دي.
دا نښته یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د اذربایجان یوې محکمې دیارلس ارمني پوځیان په غیرقانوني توګه له سرحده د اوښتو او د وسلو د لرلو په تور په شپږکاله بند محکوم کړ.
د باکو د لویو جرایمو محکمې په خپل حکم کې ویلي چې دا کسان به د حبس د مودې له تېرولو وروسته خپل هېواد ته ولېږل شي.
د ارمنستان لوري تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو له دې مخکې یې دا ډول محاکمې غندلې دي او ویلي یې دي چې محکوم شوي د جګړې بنديان دي.