سایبریا کې سېلابونو هغه پُل ویجاړ کړی چې د اورګاډي پټلۍ پرې تېرېږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په سایبریا سیمه کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله هغه پُل ویجاړ شوی دی چې د روسیې تر ټولو اوږده د اورګاډي پټلۍ پرې تېرېږي.

دا پټلۍ پلازمېنه مسکو له ولادي واستوک ښار سره نښلوي. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي چې د دې پله د نړېدو له کبله د انساني تلفاتو راپور تراوسه نه دی ورکړل شوی.

د دې پله له نړېدو وروسته د اورګاډو تګ راتګ د څو ساعتونو لپاره وځنډېد او د بېړنیو حالاتو وزارت وویل چې اورګاډو په بله لاره تګ راتګ پیل کړ.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پله د سمدستي رغونې امر کړی دی.

د سایبریا د هغو سیمو اوسېدونکو چې د سیندونو کچه په کې لوړه شوې ازادي راډیو ته ویلي چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.