خوست کې د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه فعاله شوه

د چرګانو دانه

نن جمعه (د زمري په ۱ نېټه) په خوست کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د چرګانو د دانې نسبتاً لويې تولیدي فابریکې چې په یوه شپه ورځ کې د ۵ زره بوجیو خوراکې، د تولید ظرفیت لري په فعالیت پیل وکړ.

په یاده فابریکه چې یو تن خوستي پانګوال ۱۶۶ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې، د اوس لپاره ۱۲۰ تنو کاریګرو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د یادې فابریکې یو تن مسوول عبدالله باور ازادي راډیو ته وویل، دا فابریکه به د نورو ولایتونو سربیره ګاونډیو هېوادونو ته هم د چرګانو د خوراکې صادرات ولري.

بل لوري ته د خوست چارواکي وايي، هغه کسان چې غواړي دې ولایت کې پانګونه وکړي، هغوی ته به د امنیت په ګډون ټولې لازمې اسانتیاوې برابر کړي.

د خوست والي مهمند کټوازي پانګوالو، صنعت کارانو او هغوی سره چې دې ولایت کې پانګونې ته لېوالتیا لري، د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

سره له دې چې خوست کې ډېر پانګه وال پر تولیدي فابریکو پانګونې ته لېوالتیا لري، خو بیا هم د چارواکو د پرله پسې ژمنو سره-سره له کلونو راهیسې د صنعتي پارک د فعالیدو په مخکې ټولنیزې ستونزې نه دي هوارې شوي.