د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې یوه مسوده رد کړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې له خوا د پېشنهاد شوي پرېکړه لیک مسوده رد کړه.

په دغه پېشنهاد کې د ځانګړي نړیوال استازي د څوکۍ د لغوه کېدو غوښتنه شوې وه چې د ۱۹۹۵میلادي کال د سولې موافقې د تطبیق د څار مسوولیت لري.

د سولې هغه موافقه د بوزنیا د جګړې د پای ته رسېدو سبب شوې وه.

د پرېکړه لیک دغې مسودې، د تصویب لپاره د امنیت شورا د ۱۵ رایو له ډلې نهو رایو ته اړتیا درلوده، خو یوازې یې د روسیې او چین رایې ترلاسه کړې او د امنیت شورا ۱۳ نورو غړو سپینې رایې وکارولې.

تر دې رایې اچونې مخکې غربي ډیپلوماتانو مسکو تورن کړ چې د بوزنیا-هرزګوینا لپاره د ځانګړي استازي د دفتر د کمزوري کولو هڅه کوي.

د امریکا په منځګړتوب د سولې موافقه له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵م کاله پورې د جګړې د ختمېدو سبب شوه.

د بوزنیا او هرزګوینا په هغه جګړه کې تر سل زره ډېر کسان ووژل شول.