لغمان چارواکي: قرغیو کې چاودنې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل

ارشیف، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ

په لغمان ولایت کې چاودنې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل.

د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه ) ماسخوتن شااوخوا ۸ بجې د قرغیو ولسوالۍ د کندې حسن خېلو سیمه کې د ملکي وګړو پرهغه مرسډیز موټر وشوه چې په خبره یې، د وسله والو مخالفانو له خوا پر ځای پرځای شوي ماین وربرابر شو.

افغانیار په دې پېښه کې د ۳ ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو د لغمان د عامې روغتیا رئیس عبدالمعروف جلیلي بیا ازادي راډیو ته وویل چې له یادې پېښې ۵ تنه چې ماشومان هم په کې دي، روغتون ته انتقال شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

تراوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.