هرات چارواکي: کَرُخ ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوه

ارشیف، هرات کې امنیتي سرتیري د عملیاتو پرمهال

د هرات چارواکي وايي، کَرُخ ولسوالي یې بېرته له طالبانو ونیوله.

دا خبره د یاد ولایت پوځي شورا نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د کَرُخ د بیا نیولو لپاره سهار وختي عملیات پيل شول چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او افغان پوځیانو د کَرُخ د ولسوالۍ مرکز ونیوه.

د هرات پوځي شورا ادعا کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه د افغان چارواکو د دې ادعا په تړاو څه غبرګون نه دی ښوولی.