افغانستان او اسټرالیا د ډیپلوماټانو پر بېرته راتګ سره غږیږي

د افغانستان او اسټرالیا ګډ بیرغونه

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته د استرالیايي دیپلوماتانو د بېرته راتګ د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په افغانستان کې د خپل دیپلوماتیک حضور د بیا پیلولو په باب د اسټرالیا د حکومت د پرېکړې هرکلی کوي.

د بیان له مخې، د افغانستان حکومت له اسټرالیا سره له نژدې کار کړی چې په کابل کې د اسټرالیايي دیپلوماتانو د ماموریت د بیا پیلېدو سریزې برابرې شي.

استرالیا دوې میاشتې پخوا په دې خاطر چې د افغانستان امنیتي وضعیت به ژر خراب شي، په کابل کې خپل سفارت بند کړ.