غزني چارواکي: د عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژل شوي

د غزني ښار

د غزني ولایت چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز غزني ښار په شااوخوا کلیو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند واحد الله جمعه زاده د دغو عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه عمليات د غزني ولایت د مرکز اړوند د قلعه قدم، پول حیدراباد، امیر محمد خان کلا او کډوالو ښارګوټي په سیمو کې د وسله والو مخالفینو د پاکولو په موخه پیل شوي وو چې په کې وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډله یې ۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپيان دي."

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.