تونس ۱۶۶ پناه غوښتونکي چې په سمندر کې ګیر شوي وو، وژغورل او د ۱۶ تنو نورو مړي وموندل.
دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
د تونس د دفاع وزارت ویاند محمد ذکري وايي، په دغو پناه غوښتونکو کې ۶۵ تنه د مراکش، ۶۲ د بنګله دېش او ۱۵ د مصر اتیاع دي چې د ټولو عمرونه د ۱۵ او ۴۸ کلونو ترمنځ دي.
ده زیاته کړه، دا پناه غوښتونکي د تېرې جمعې په ماښام د لیبیا له ساحله روان شوي وو خو بېړۍ یې د تونس جرجیس بندر ته نژدې ماته شوه.
د تونس ملي ګارد تایید کړه چې ۱۶ پناه غوښتونکي ډوب شوي دي.