افغان پوځ ادعا کوي چې لوګر کې یې په یوه هوایي برید سره لس وسله وال طالبان وژلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل چې پر وسله والو طالبانو دا برید نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) له غرمې مخکې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند په زرغون ښار سیمه کې شوی.
د هغه په خبره د لسو طالبانو په وژلو سربېره دوه وسله وال ټپیان شوي هم دي.
مومند وایي، په برید کې ۲ عرادې فېلډر موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تبصره نه ده کړې.