دوحه کې د بین الافغاني مذاکرو غړیو ناسته درلوده

دوحه کې د سولې خبرې

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکرو غړیو نن ناسته درلوده.

دا خبره هم د افغانستان د دولت پلاوي او هم د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تایید کړې.

په دې تړاو په خپور شوي لنډ بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې :"د اختر د مبارکۍ تر څنګ د مذاکراتو پر دوام، چټکتیا او موثریت باندې ټینګار وشو."

په دوحه کې د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم او د طالبانو پلاوي یو وار بیا وروسته له هغه غونډې پیل کړې چې د جولای په اولسمه او اتلسمه د دواړو ټیمونو د مشرانو په ګډون په لوړه کچه دوه ورځني مذاکرات وشول.

په دې ناسته کې چې د دولت پلاوي مشري د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله کوله او د طالبانو مشري ملا عبدالغني برادر کوله که څه هم په اوربند او اورکم توافق ونه شو خو د سولې د خبرو په چټکتیا او دوام باندې ټینګار وشو.