چارواکي: ننګرهار ته د ولسمشرغني د امنیتي وضعیت ارزونه وه

ولسمشرغني په ننګرهار کې

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د ننګرهار د امنیتي وضعیت د ارزونې او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له پوځیانو سره د لیدنې لپاره ننګرهار ته سفر وکړ.

ارګ ماڼۍ لیکلي چې افغان ولسمشر په سېلاب قول اردو کې له افغان پوځیانو د حکومت د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ولسمشر غني د سفر په اړه د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "جمهور رییس د لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ۲۰۱ سېلاب قول اردو ته سفر درلود. د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي سره د ځانګړې ناستې سربېره چې د دې ولایت امنیتي، ټولنیز او اقتصادي برخو باندې بحثونه وشول. همدا راز د نظامي رهبري سره ناسته وشوه. ارزونه وشوه د ولایت په کچه د امنیتي وضعیت."

ولسمشر غني داسې وخت ولایتونو ته د سفر لړۍ بیا پیل کړې چې په ګڼو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.

دی څو ورځې مخکې هرات ته تللی و. له افغان پوځيانو سره یې له نږدې وکتل او د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره یې لارښوونې ورته کړې وې.