چین: هینان ولایت کې سیلابونو ۳۳ تنه وژلي

چین کې راوتلي سیلابونه

د چین سیمه ییز چارواکي وایي چې په هینان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمېره ۳۳ ته لوړه شوې ده.

دې سیلابونو درې میلیونه خلک اغېزمن کړي هم دي.

د هینان ولایت په مرکز ژینګو کې د درېیو ورځو سخت بارانونه د سیلابونو لامل شوي.

په سلګونو زره خلکو د ژینګو ښار شااوخوا سیمو خوندي ځایونو کې پناه اخیستې.

سخت بارانونه نن د شپږمې ورځې لپاره هم دوام لري چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ سره مخ کړي.

د ژینګو ښار څخه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي ویډیوګانې په مترو کې ځینې مړي ښکاروي او هم دا ښيي چې خلک په مترو کې ایسار پاتې دي.