چارواکي: د کندهار میرویس روغتون ته یوه اوونۍ کې ۷۷ جسدونه ور وړل شوي

د کندهار ښار میرویس روغتون

په څه باندې یوې اوونۍ کې د کندهار ښار میرویس روغتون ته د ښار او شااوخوا ولسوالیو د جګړو له امله اووه اویا جسدونه او نژدې درې نیم سوه ټپیان وروړل شوي دي.

د میرویس روغتون مشر ډاکټر محمد داود فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر ټپیان له درملنې وروسته رخصت شوي دي: "درې سوه شپږ څلوېښت زخمیان موږ ته راوړل شوي دي چې په دې کې دوه سوه اته څلویښت ملکیان دي، تقریباً پنځه اتیا-نوي کسه لا هم بستر دي، نور تداوي شوي او رخصت شوي دي."

له تېرو لسو ورځو راهیسې د کندهار ښار په شپږمه، اوومه، اتمه، نهمه او پنځلسمه حوزه کې او دغه راز ښار ته نژدې په شااوخوا ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.