هغو رومانیايي سرتیرو ته مراسم ترسره شول چې افغانستان کې یې ماموریت درلود

رومانیايي سرتیري

د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې د هغو پوځیانو لپاره ځانګړي مراسم پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) ترسره شول چې په افغانستان کې یې په تېرو ۱۹ کلونو کې پوځي ماموریت ترسره کړی دی.

دا مراسم له افغانستانه د رومانیا د وروستیو یوسل او څلوېښت پوځیانو تر وتلو وروسته ترسره شول چې د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانیس هم برخه په کې اخیستې وه.

له دوه زره دوهم کال راپه دې خوا د رومانیا تر دوه دیرش زره ډېرو پوځیانو وخت په وخت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په ماموریت کې برخه اخیستې ده چې په دې نولس کلن ماموریت کې یې اووه ویشت پوځیان وژل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې پاتې ټول بهرني پوځیان تر راتلونکې څه باندې یوې نیمې میاشتې له افغانستانه ووځي.