یوي شیاویونګ، د افغانستان لپاره د چین نوی استازی شو

د افغانستان او چین ګډ بیرغونه

چین یو پخوانی دیپلومات یوي شیاویونګ د افغانستان لپاره د خپل نوي استازي په توګه وټاکه.

شیاویونګ پخوا په واشنګټن کې د چین د سفارت د سیاسي برخې مسوول و، بیا وروسته په قطر، اردن او ایرلنډ کې د چین سفر و.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژیو لیجیان پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) په پیکنګ کې خبري غونډې ته وویل، چین هر وخت د افغانستان د سولې په چارو کې پراخې هڅې کړي دي او یوي شیاویونګ به له ټولو لوریو سره ډېر ژر اړیکې ټینګې کړي.

یو شمېرڅارونکي په دې باور دي چې د پیکنګ له لوري د داسې یوه تجربه کاره ديپلومات ټاکنه په دې معنی ده چې چین غواړي د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته د افغانستان په قضیه کې پیاوړی حضور ولري.

د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي په توګه په تېر یوه کال کې لیو جیان کار کاوه، ده پخوا په پاکستان، افغانستان او مالیزیا کې د چین د سفیرپه توګه دندې ترسره کړې وې.