افغانستان: د سلسلې عليخېل د تښتونې په اړه د پاکستان څرګندونې ناسمې دي

سلسله علیخېل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېل د تښتونې په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې ناسمې بللې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې تراوسه تحقیقات نه دي بشپړ شوي، تورن کسان نه دي نیول شوي، خو وار له مخه قضاوتونه کېږي.

په دې بیان کې چې پرون خپور شو دا هم ویل شوي دي چې د روغتون په راپور کې د اغلې سلسلې د روحي او جسمي شکنجې خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د سې شنبې په ورځ وویل چې سلسله عليخېل نه وه اختطاف شوې او دا کیسه د نوي ډیلي او کابل له لوري جوړه شوې ده.

د یو شمېر راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور، سلسله علیخېل د جمعې په ورځ اختطاف شوه، شکنجه شوه، بېا د بې هوشي په حالت کې پيدا شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې پېښې نتیجه او علت باید د دواړو هېوادو د تحقیقاتو په ترڅ کې معلوم شي.