څو استرالیايي ورځپاڼو او انلاین خپرونو په افغانستان کې د استرالیا سفارت د بیا پرانیستل کېدو د احتمال او دغهراز له افغانستانه استرالیا ته د هغو افغان ترجمانانو د بیولو په اړه لیکنې خپرې کړي دي چې له استرالیايي پوځیانو سرهیې کار کړی دی.
- اېسبياېس
د استرالیا «اېسبياېس» خبري سرویس لیکلي، استرالیا په دې غور کوي چې خپل ډیپلوماتان بېرته افغانستان ته ولېږي.
استرالیا څه کم یوه میاشت وړاندې وروسته له دې چې امریکا اعلان وکړ چې ټول ځواکونه له افغانستانه باسي، له کابل څخه خپل ډیپلوماتان وایستل.
د اېسبياېس د راپور له مخې، امنیتي شنونکي وايي، استرالیا باید ډېر ژر بېرته افغانستان ته ډیپلوماتان ولېږي.
د دې خپرونې پر اساس، داسې راپورونه شته چې حکومت هم په دې غور کوي چې په افغانستان کې طالبان له نږدې وڅاري.
د دې خپرونې له مخې، د استرالیا حکومت په راتلونکو څو میاشتو کې په څو پړاونو کې د خپلو ډیپلوماتانو پر بېرته لېږلو غور کوي.
له افغانستانه وروستي استرالیايي ډیپلوماتان د جون په ۱۸مه ووتل.
- کانبرا ټایمز
کانبرا ټایمز ورځپاڼې هم په دې موضوع لیکنه خپره کړې. دې ورځپاڼې د استرالیا د صدراعظم سکاټ مورېسن په قول لیکلي چې استرالیا به وروسته له دې چې د امنیت په اړه ډاد ترلاسه کړي، خپل ډیپلوماتان سمدستي افغانستان ته ولېږي.
ده په پلازمېنه کانبرا کې خبریالانو ته وویل، تل دې ته تیار دي چې خپل ډیپلوماتان کابل ته ولېږي، خو چې شرایط برابر وي.
- اېبيسي نیوز
اېبيسي نیوز شبکې بیا په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې استرالیا په دې غور کوي چې افغانستان ته الوتکې ولېږي څو هغه افغانان استرالیا ته راولي چې په دې هېواد کې یې له استرالیايي پوځیانو سره کار کړی دی.
د دې وېبپاڼې پر اساس، تر اوسه پورې ۳۰۰ افغانانو او د هغو د کورنیو غړو ته د استرالیا ویزې ورکړل شوي او ۲۵۰ تنه په الوتکه کې استرالیا ته راوستل شوي دي.
استرالیا یو له لومړنیو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان څخهیې خپل ټول محارب ځواکونه تر ۲۰۱۴ م کال وړاندې وایستل. د دغه هېواد پوځیان په ارزګان ولایت کې مېشت ول.
په وروستیو کلونو کې د دې هېواد لږ شمېر پاتې پوځیانو افغان امنیتي ځواکونه روزل.