د امریکا حکومت غواړي چې یو شمېر افغان ترجمانان له افغانستان څخه ویرجینیا ایالت ته ولېږدوي او د پوځ په یوه مرکز فورټ لي کې یې دېره کړي.
دا به د هغو افغان ترجمانانو چې د امریکا د ځانګړو ویزو غوښتنهیې کړې، لومړنۍ ډله وي.
د سياېناېن ټلوېزیون د راپور له مخې، دا ۲،۵۰۰ کسیزه ډله ده چې د هغو په منځ کې ۷۰۰ ترجمانان او نور یې د کورنۍ غړي دي.
دا کسان به تر هغو چې د مهاجرت پروسهیې بشپړېږي، په موقتي کورونو کې مېشت شي.