د خبریالانو یوې نړیوالې مدافع ډلې له امریکايي مشرانو غوښتي دي چې هغو افغان خبریالانو ته د امریکا بېړنۍ ویزې ورکړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي رسنیو سره کار کړی دی.
د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دا کمېټه د امریکايي رسنیو او د مطبوعاتو د ازادۍ پر هغو مدافع ټولنو ورګډه شوې چې ولسمشر جو بایډن، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د کانګرس مشرانو تهیې په یوه ګډ لیک کې له دې ډلې افغان ژورنالېستانو سره د بشري مرستې او د امریکا د بېړنیو ویزو د ورکولو غوښتنه کړې.
په دې لیک کې راغلي دي چې په دې برخه کې بېړني اقدام ته اړتیا ده، ځکه د داسې یوه پلان جوړول او بیا یې عملي کول وخت ته اړتیا لري.
سيپيجې وايي، په داسې حال کې چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر روان دی، له اړوندو شریکانو سره ګډ کار کوي څو د هغو سیمهییزو او نړیوالو ژورنالېستانو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ دي.
د امریکا حکومت له دې مخکې زرګونه کسانو ته چې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځ لپاره کار کړی هم په امریکا کې د استوګنې د ویزو ژمنه کړې.