د چین په مرکزي ولایت هېنان کې سختو سېلابونو لږترلږه ۱۲ کسان وژلي دي.
د دولتي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې د هېنان په مرکز ژینګ ژو ښار کې دې سېلابونو خورا زیات ورانی هم کړی دی.
په دې ښار کې چې شاوخوا ۱۰ ملیونه اوسېدونکي لري په تېرو څو ورځو کې خورا درانه ورښتونه وشول او پرون سخت سېلابونه راووتل چې په نتیجه کې یې سړکونه سیندونه شول او تر ځمکې لاندې د اورګاډي سټېشنونه له اوبو ډک شول.
له دې سیمې څخه د یو لک په شاوخوا کې خلک له کورونو ایستل شوي او خوندي ځایونو ته بوول شوي دي.