داعش د کابل پر زرغونه ساحه د پرونیو راکټي حملو مسؤلیت ومانه

کابل کې هغه موټر چې ورڅخه راکټي حمله شوې وه.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش، د کابل پر زرغونه ساحه د پرونیو راکټي حملو مسؤلیت ومانه.

دغه راکټي حملې داسې وخت وشوې چې په جمهوري ریاست کې د لوی اختر لمونځ روان و.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، داعش ډلې په خپل ټلګرام کې د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دغو راکټي بریدونو کې چا ته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.