افغان لوی درستیز د دوه ­اړخیزو پوځي اړیکو پر پراختیا د خبرو لپاره هند ته ځي

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزی

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هندوستان ته ځي او هلته به د دوه ­اړخیزو پوځي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

هندي رسنۍ وايي، جنرال ولي محمد احمدزی راروانه سې شنبه په درې ورځني سفر هندوستان ته ځي.

د هندوستان «NDTV» ټلوېزیوني شبکې پرون راپور ورکړی چې په دې سفر کې به له هندي چارواکو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت د حملو پر زیاتېدو هم خبرې وشي.

د راپور له مخې ښاغلی احمدزی به له خپل هندي سیال، جنرال منوج مکند نرونی (Manoj Mukund Naravane) او د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم وګوري.

په وروستیو کې د وسله‌والو طالبانو د حملو زیاتېدو د هندوستان چارواکي اندېښمن کړي دي.

هندوستان ۱۰ ورځې مخکې په کندهار کې د خپلې قونسلګرۍ شااوخوا ۵۰ ډیپلوماتان او کارکوونکي کابل ته وروبلل.