د افغانستان سوداګرۍ خونو یو مسؤل وايي، د جګړو شدت به په افغانستان کې د بیو د لا جګېدو سبب شي.
د سوداګرۍ خونو د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل: "که دا وضعیت دغسې روان وي، په دې باور یم چې هم پر بیو اغېز کوي هم پر مارکېټ او هم تجارت تأثیر کوي. ځکه یو سوداګر د نامعلوم حالت لپاره خطر نهشي قبلولای."
په افغانستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره جوخت د یوه ډالر بیه تر ۸۱ افغانیو اوښتې چې دا بېساری تحول دی.
خان جان الکوزي پر ځینو بندرونو د وسلهوالو طالبانو د ولکې ټینګول هم د اندېښنې وړ وبلل.