تاجکستان کې سخت اورښتونه؛ ځمکې ښویېدو لږترلږه ۱۰ کسان مړه کړل

ارشیف، تاجکستان کې اورښتونه او سېلابونه

د تاجکستان په شمال کې تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدو، د څلورو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ کسان مړه کړي دي.

د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، دغه ځمکه د دوشنبې د ورځې ناوخته په دشت قاضي او کشت تودک کلیو کې ښویېدلې ده.

وزارت وايي د ژغورنې عملیات تر پرون سې شنبې پورې روان و.

د وزارت ویاندې حمیده یوسفووا ازادي راډیو ته ویلي چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات شي.