د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو د سرحد اوږدو کې بیا سختې ډزې تبادله کړې

له اذربایجان سره پر پوله ارمني سرتېری

د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو د سرحد په اوږدو کې د څو ساعتونو لپاره سختې ډزې تبادله کړې.

دا ډزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجمنې سیمې ننګورنو قره‌باغ پر سر د تېر کال تر جګړې وروسته د کړکېچ په دوام شوې دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو یو او بل د وړمې شپې د جګړې په پیل تورن کړي دي. دغه وسله‌واله نښته تر پرون سهاره روانه وه.

نښته د اذربایجان په یرکاش نومې سیمه کې شوې چې د ارمنستان او ایران پر پوله پرته ده.

د اذربایجان دفاع وزارت ادعا کوي چې یو پوځي یې ټپي شوی دی.

بل‌خوا د ارمنستان دفاع وزارت چې د اذربایجان ځواکونه‌یې د نښتې په پیلولو تورن کړی، وايي ټول مسؤلیت د اذربایجان پر غاړه دی.

دغه وزارت د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړی.