جیف بیزوس فضا ته تر بریالي سفر وروسته بېرته ځمکې ته ستون شو

نیو شيپارد فضايي بېړۍ تر خپل لومړي فضايي سفر وروسته پرون د تکزاس ایالت پر یوه دښته ځمکې ته راستنه شوه.

د نړۍ تر ټولو شتمن کس، د امازون شرکت بنسټګر جیف بیزوس فضا ته تر بریالي سفر وروسته بېرته ځمکې ته ستون شو.

امریکایي بیزوس پرون له خپل ورور مارک بیزوس، د هوايي چلند له مخکښې ۸۲ کلنې والي فانک او ۱۸ کلن هالندي ځوان اولیور دایمن سره په خپله فضايي بېړۍ کې پرون فضا ته ولاړ. دا بېړۍ په عمودي ډول د الوتو او ښکته کېدو وړتیا لري.

بیزوس او ملګرو یې په خپل لومړي فضايي سفر کې د ځمکې او فضا ترمنځ پر څنډه ۱۰ دقیقې او ۲۰ ثانیې تېرې کړې.

د نیو شیپرد (New Shepard) په نوم فضايي بېړۍ چې د بیزوس په پانګه جوړه شوې له خپل لومړني فضايي سفر وروسته پرون د تکزاس ایالت پر یوه دښته ځمکې ته راستنه شوه.