د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت لپاره د امریکا مالي او لوژستیکي مرستو او ډپلوماټیکې همکارۍ ته اړتیا لري.
اردوغان نن شمالي قبرس ته په سفر کې د افغانستان په تړاو دا خبرې کړي دي: "د دې پروسې پرمهال به زیاتې مالي او اداري ستونزې وي. هغوی ( امریکا) به په دې برخه کې د ترکیې اړین لاسنیوی کوي. که دا شرایط پوره شول د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه فکر کوو."
اردوغان وویل چې طالبان ځینۍ ناراحتۍ لري خو ترکیه غواړي په دې مسایلو ورسره خبرې وکړي.
ترکیې په وار- وار لېوالتیا ښودلې چې غواړي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د چارو د پرمخ بیولو لپاره خپل عسکر افغانستان ته ولېږي.
طالبانو بیا له دې کار سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې که ترکیه خپل هوډ بدل نه کړي دا به دوی په خبره د اشغال د دوام په معنی وي.