سرچینه: د افغانستان پولي سره نږدې د ترکمنستان ۱۸ پوځیان وژل شوي

ارشیف، د افغانستان او ترکمنستان ګډه پوله

د ترکمنستان د اتلسو پوځیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

سرچینو ازادې اروپا راډیو ته ویلي چې د دغو پوځیانو مړي د افغانستان له پولې سره نږدې له مري ښاره انتقال شوي دي.

د وژل شوېو تر منځ دوه جګپوړي افسران هم شامل دي.

د ترکمنستان چارواکو داسې وخت د دغه هېواد د اتلسو پوځیانو د وژل کېدو خبره کړې چې د افغانستان په شمال په تېره بیا هغو سیمو کې چې له منځنۍ اسیا سره اوږده پوله لري جګړو زور اخیستی.

ګڼې سیمې او عبوري ساحې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د ترکمنستان د پوځیانو د وژل کېدو څرنګوالی لا نه دی رسنیز شوی.

طالبانو که څه هم څو واره په خپلو اعلامیو کې ویلي چې د دوی جنګیالي په ګاونډیو هېوادونو کار نه لري، خو د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان په شمال کې د جګړو له تودېدو اندېښنه ښودلې ده.