روسیه او ازبیکستان په لسو ورځو کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې پوځي مانورنه ترسره کوي.
د روسیې د پوځ مطبوعاتي څانګې نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۹مه) ویلي چې د جولای له دېرشمې د اګسټ تر لسمې به په دې مانورنو کې یو نیم زر سرتیري، دوه سوه پوځي ګاډي او الوتکې ګډون وکړي.
روسیې او ازبیکستان داسې وخت د ګډو پوځي تمرینونو پلان جوړ کړی چې د افغانستان په شمال کې څو سیمې او عبوري ساحې تر درنو جګړو وروسته د طالبانو لاسته لوېدلي.
تردې یوه ورځ مخکې هم روسي چارواکو له تاجکستان او ازبیکستان سره د ګډو پوځي تمرینونو خبر ورکړی و چې د تاجکستان په حرب میدان پوځي ډګر کې به وشي.
په شمال کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بیا تاجکستان د طالبانو او افغان پوځيانو تر منځ د جګړو له زور اخیستو او د سرحدي سیمو د سقوط له امله په اندېښنه کې دي.
طالبانو بیا ویلي چې د دوی جنګیالي په ګاونډیو هېوادونو کار نه لري.
یوازې د بدخشان له واخانه درې نیم سوه افغان قرغزیان د جګړو له ویرې تاجکستان ته ور اوښتي.