پر طالبانو د ولسمشر غني تُندې نیوکې: د سولې هېڅ اراده نه لري

دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

د افغانستان جمهور رئیس په طالبانو باندې تُندې نیوکې وکړې چې د ده په خبره سولې ته "نیت او اراده" نه لري.

جمهور رئیس اشرف غني نن سې شنبه ( د چنګاښ په ۲۹مه) په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه تر اداینې وروسته په وینا کې دا مساله یاده کړه: "نیت او اراده د سولې طالبانو کې نشته. موږ دا هیئت 'د عبدالله عبدالله په مشرۍ دوحې ته تللی پلاوی' ځکه ولېږه چې یو اتمام حجت وشي چې په واضح توګه موږ هم نیت د سولې لرو او هم اراده لرو او هم مو سولې ته قرباني ورکړې. مګر دوی نیت د سولې نه لري او باید په دې اساس موږ تصامیم ونیسو."

ولسمشر غني د طالبانو د پنځه زره زندانیانو خوشې کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل ددې تېروتنې مسوولین بهرنیان او هغه کسان دي چې ویل یې حکومت د سولې نیت نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې دا ډله د سولې اراده لري او برعکس حکومت یې نه لري.