افغان حکومت دا لوی اختر د سرتیرو په نوم نومولی

افغان امنیتي سرتیری

افغان حکومت دا لوی اختر د سرتیرو په نوم نومولی دی.

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د اختر په مناسبت سرتیرو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل ځکه دا اختر د دوی په نوم یاد شوی چې تېر شل کاله بیا په ځانګړي توګه وروستۍ درې میاشتې یې د دفاع لپاره ګڼې قربانۍ ورکړي دی.

نوموړي وویل: "دا اختر د سرتیرو په نوم نومول شوی. اول ټولو سرتېرو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. د سرتیرو له کورنیو نه مننه کوم چې خپل زړور بچیان یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي دي."

د خواله رسنیو ګڼو افغان کاروونکو هم د افغان سرتیرو د ملاتړ په هدف خپل عکسونه د سرتیرو د ملاتړ په شعار او عکسونو ډیزاین کړي دي.

افغان حکومت داسې وخت دا اختر د سرتیرو په نوم یاد کړی چې د راپورونو له مخې د افغانستان په شااوخوا ۲۸ ولایتونو کې افغان پوځیان له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

له مې راهیسې لسګونه ولسوالۍ د افغان پوځ او طالبانو تر منځ د جګړو پر مهال لاس په لاس شوي او دواړو خواو یو بل ته د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.