افغان حکومت سږنی اختر د سرتيري په نوم نومولی. په کابل کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په داسې حال کې پيل شوه چې پر دغه ښار د درې توغندي و توغول شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه درې توغندي د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه څخه د ښار په درې بېلابېلو سیمو ولګېدل.
د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، رامنځته شوې پېښه ځاني زیان نه لري: " د افغانستان د دښمنانو له خوا نن د کابل په ښار درې توغندي وتوغول شول چې له نېکه مرغه ځاني تلفات نه لري، دغه توغندي د کابل د څلورمې ناحیې اړوند سیمې څخه وتوغول شول، مالي زیانونه لري، خو په لوړه کچه نه دي."
خو د اختر لمونځ بيا د کابل په نورو سيمو کې پرته له پېښو ترسره شول. یو شمېر عام افغانان بیا روانو حالاتو ته په کتو، خراب امنیتي وضعیت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، سږ اختر اوربند هم ونه شو او جګړې هم شدیدي دي.
د کابل ښار اوسیدونکی حیات الله نظري بیا د نن سهار پېښې سخت ویرولی دی: "اختر مو له راکیټونه سره پیل کړ، په تېرو څو اخترونو کې د اوربند اعلان کېده په دې اختر کې د اوربند اعلان هم ونه شو، خلک تشویش کې دي، د اختر لومړی ورځ په راکټونه پیل شول چې نور په څه کېږي؟"
د کندز ولایت اوسیدونکی محراب سلیمان خېل وايي، روانو حالاتو سخت ناهیلی کړی دی: "زه د یو افغان وګړي په توګه له روانو حالاتو وېره لرم، هغه نن د اختر لومړۍ ورځ راکیټونه وریږي، اوربند هم ونه شو، له دې دوه ورځې وړاندې په قطر کې د سولې خبرې پیل شوې، ولې د سولې خبرې نتجه نه ورکوي، لامل یې څه دی؟"
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی د خلکو دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي، پولیس او نور ګډ ځواکونه لومړی درجه اظهارات لري او هڅه کېږي چې د ورته پېښو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د اختر له لمانځه وروسته ننني توغندیز برید ته په اشارې سره وویل، طالبان د توغندیو په زور دا هېواد نه شي نیولی، خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.