د بلاروس رژیم درې نور ژورنالیستان هم ونیول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بلاروس رژیم پر رسنیو او مدني فعالانو د ځپونکو اقداماتو په لړۍ کې درې نور ژورنالیستان ونیول.

د بلاروس د ژورنالیستانو اتحادیه ووايي چې د ریګیونالني ګزېتا Regionalnaya Gazetaپه نوم ورځپاڼې ایډیټر الیکساندر مانڅیویچ Alyaksandr Mantsevich او دوه خبریالانې زویا ښورتوڅکایا او ناستا اوتکینا پرون د جولای په نولسمه د پولیسو له خوا ونیول شوې.

دا درې تنه خبریالان وروسته له هغه ونیول شول چې امنیتي مامورینو د پلازمېنې مېنسک په اتیا کیلومترۍ کې د دې ورځپاڼې دفتر ته ننوتل او تلاشي یې کړ.

بلاروس وروسته له دې چې الکساندر لوکاشینکا، د واکمنۍ له شپږمې پرله پسې دورې وروسته د لانجمنو انتخاباتو په نتیجه کې یو ځل بیا د ولسمشر په توګه اعلان شو، له سیاسي کړکېچ سره لاس ګرېوان دی.

لوکاشینکا له همغه وخته په لارو او کوڅو کې د انتخاباتو د نتایجو پر وړاندې د خلکو اعتراضونه ځپلي، زرګونه کسان یې بندیان کړي او د اپوزیسیون ډېری هغه مشران یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي چې بندیان نه دي.

چارواکو په وروستیو څو اونیو کې خپله ډېره پاملرنه د خپلواکو ژورنالیستانو او رسنیو ځپلو ته اړولې ده.