روسیه، تاجکستان او ازبکستان به د افغانستان د پولې په اوږدو کې پوځي تمرینونه ترسره کړي.
د روسیې د پوځ د مرکزي زون قوماندان جنرال الکساندر لاپین نن رسنیو ته ویلي چې دا ګډ پوځي مانورونه به د تاجکستان د حرب میدان په پوځي اډه کې د اګسټ له پنځمې تر ۱۰مې پورې ترسره شي.
جنرال لاپین ویلي د تمرینونو پر مهال به پوځیان په هغو هڅو متمرکزه وي چې د متحدینو په خاوره د ناقانونه وسلهوالو د مداخلې د مخنیوي لپاره اړین دي.
د روسیې د پوځ د مرکزي زون د مطبوعاتو څانګې ویلي چې غرنیز زغروال ګاډي، ټانکونه او توپخانهيي ډلې او هم خاصې قواوې به په دې مانورونو کې برخه واخلي.
اخوا ترکمنستان هم د افغانستان پولې ته د درنو وسلو، هليکوپټرو او الوتکو د ورلېږلو چاره جاري ساتلې ده.
د تازه راپورونو له مخې له سرحدي سیمې مري نه حکومتي کارکوونکو په تېره بیا قوماندانانو، څارنوالوانو، پولیسو او نورو چارواکو خپلې کورنۍ د هېواد مرکزي سیمو ته استولي چې لا یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي.
د افغانستان په شمالي سیمو او ګڼو عبوري سیمو د طالبانو تر ولکې وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونه له امنیتي وضعیته اندېښمن دي او ټینګار یې کړی چې د هر ډول ګواښ د ځواب لپاره به لازم تیاری نیسي.
طالبانو بیا څو واره ټینګار کړی چې د دوی جنګیالي ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ نهپېښوي.