د افغانستان جمهور رئیس د هرات د عمومي وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس په هرات کې دی او د یاد ولایت عمومي وضعیت ارزوي.

ارګ ماڼۍ هرات ته د ولسمشر اشرف غني د ننني سفر په تړاو په تعقیبي اعلامیو کې لیکلي چې ولسمشر هرات ته په رسېدو ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ولاړ او هلته‌یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د قول اردو قوماندان د امنیتي وضعې په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او هغه هم د هېواد په لوېدیځ کې امنیتي او دفاعي چارواکو ته د امنیتي وضعیت د لا زیات ښه‌والي په هدف لارښوونې وکړې.

ولسمشر غني داسې وخت هرات ته تللی چې د دغه ولایت ګڼې ولسوالۍ دا وروستۍ څو اوونۍ د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

ان تر دې چې د طالبانو جنګیالي د اسلام کلا بندر ونیوه چې په نتیجه کې یې له ایران سره د افغانستان دغه مهم ترانزیټي بندر څو ورځې تړلی پاتې شو.