روسیه کې په نشه‌يي موادو پورې د تړلو علتونو له کبله د مړینو شمېر زیات شوی

روسیه کې په نشه‌یي موادو اخته معتاد د نشه‌یي موادو د کارولو پر مهال

په روسیه کې تېر ۲۰۲۰م کال کې د وړم کال پر تله، په نشه‌يي موادو پورې د تړلو علتونو له کبله د مړینو شمېر ۶۰ فیصده زیات شوی دی.

د روسیې د احصائیې ادارې روستات په هغه راپور کې چې «RBC» خبري اژانس‌یې جزئیات خپاره کړي، راغلي چې تېر کال په روسیه کې تر حد د زیاتو نشه‌یي موادو د کارونې له کبله ۷،۳۱۶ کسان مړه شوي، حال دا چې وړم کال دا شمېر ۴،۵۶۹ تنه و.

په راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې په روسیه کې هر کال له ۴،۴۰۰ څخه تر ۴،۸۰۰ پورې کسان د نشه‌يي موادو د اړوندو علتونو له کبله مړه شوي دي.

په روسیه کې په ۲۰۲۰م کال کې ۵۰ زره ۴۰۰ نور کسان د شرابو د اړوندو علتونو له کبله مړه شوي چې د ۲۰۱۹م کال پرتله ۶،۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې تېره میاشت ویلي و، کرونا وبا چې د اقتصادي رکود او رواني فشارونو سبب شوې وه، په ټوله نړۍ کې د نشه‌يي توکو کارونه زیاته کړې ده.