انګلستان نن دوشنبه تقریباً ټول هغه محدودیتونه لیرې کړل چې د کرونا ویروس پر مهال لګول شوي وو.
دا محدودیتونه داسې وخت لیرې کېږي چې د کرونا ویروس ژر خپرېدونکې ډلټا بڼه، د ریکارډ تر کچې زیاته شوې ده.
نن سبا په بریتانیا کې د ورځې په اوسط ډول په کرونا ویروس د ۵۰ زره کسانو د اخته کېدو پېښې ثبتېږي چې دا په جنورۍ میاشت کې د کرونا وبا د اوج د مهال په څېر لوړ شمېر دی.
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون ویلي، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي سره سره د دې وخت دی چې اقتصادي کار و بارونه بېرته پرانیستل شي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد ۹۰ فیصده بالغو وګړو د کرونا ضد واکسین یوه ستن لګولې او ۶۸ فیصده وګړو د واکسین دواړه ستنې لګولې دي.