سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

ارشیف، د اختر په ورځو کې د افغان ماشومانو د خوښۍ او لوبو شېبې

نن عرفه او سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د سږ کال حج مراسم به هم د کرونا وبا د خپرېدو له امله محدود وي.

د سعودي عربستان چارواکو هغو ۶۰ زرو سعوديانو او نورو بهرنیو وګړو ته د حج اجازه ورکړې چې په بشپړه توګه واکسین شوي دي.

په نورو کلونو کې چې د کرونا وبا په څېر لوی ناورینونه نه‌وو د حج مراسمو ته په اوسط ډول دوه‌نیم ملیونه کسان ورتلل.

حاجیان تېره شپه په منی کې وو او نن د لمر تر لوېدو په عرفاتو کې تېروي.

د سعودي عربستان چارواکو د ټولنیز واټن د رعایت لپاره خاص مراسم هم نیولي دي.