ترکیې ۱۳۳ افغانان د ایران له پولي سره نژدې نیولي

ارشیف، یو شمېر کډوال

په ترکیه کې چارواکي وایي چې په تېرو اته څلویښت ساعتونو کې یې یو سل او درې دیرش افغانان د ایران له پولې سره نژدې نیولي دي چې قانوني اسناد نه لري.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وایي، درې اویا افغانان پرون او نهه پنځوس نن په وان ولایت کې نیول شوي دي.

افغان کډوال د ترکیې له لارې غواړي چې اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي.